د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرو د تمویل او تورو پیسو سپینولو پر ضد نړیواله غونډه روانه ده


پراګ - د ((فنانشل ايکشن ټاسک فورس)) په نوم د مالي چارو د څار نړيوالې ادارې د اتوار پر ورځ په پاریس کې خپله غونډه پيل کړه چې يوه اوونۍ به دوام ولري.

امريکا دې ادارې ته وړانديز کړی چې پاکستان د ترهګرۍ تمويلوونکو هېوادونو په لېسټ کې شامل کړي.

د دې ادارې ووبپاڼه وايي، د نړيوال مالي نظام د تماميت او د هغې د خونديتوب په هدف خبرې اترې يې پرون په پاریس کې پيل کړې.

په دې غونډه کې، چې ټاکل شوې يوه اوونۍ دوام ولري، د يادې ادارې د ۲۰۳ بېلا بېلو برخو څه د پاسه ۷۰۰ استازي او همداراز د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او نورو اړونده ادارو نمايندګان ګډون وکړي.

د پاریس په دې غونډه کې به د نورو يو لړ مهمو موضوعاتو تر څنګ ترهګرو ډلو ته د مالي مرستو د لارو پر تړلو هم غور وشي.

نړيوال ټاسک فورس ويلي، دوی به د ترهګرو د مالي مرستو د تړلو او په دغه برخه کې د پيدا شويو نويو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره يو پلان جوړ کړي.

د ادارې په خبره، د خپل دې نوي پلان عملي کول به يې د مخکې په څېر له کاري لومړيتوبونه څخه وي.

يادې ادارې زياته کړې، د پاریس د غونډې ګډونوال به خپلو هغو هڅو ته هم کتنه وکړي چې هدف يې د ملګرو ملتونو تر بنديز لاندې راغلي کسان او تنظيمونه له نړيوال مالي نظام څخه له ګټې اخيستلو منع کول دي.

پاکستان پر هغو رپورټونو زښته زياته اندېښنه ښودلې چې وايي امريکا فنانشل ايکشن ټاسک فورس ته وړانديز کړی چې پاکستان د ترهګرۍ تمويلوونکو هېوادونو په لېسټ کې شامل کړي.

امريکا تېره اوونۍ وويل، پاکستان د تورو پيسو سپينولو، د ترهګرۍ او دې ته ورته نورو حساسو مسالو د مخنيوي په اقداماتو کې نيمګړتياوې لري.

رپورټونه وايي، ښايي برتانيا، فرانس او جرمني هم د امريکا د دې وړانديز ملاتړ وکړي چې پاکستان دې د ترهګرو ډلو د تمويلوونکو هېوادونو په لېسټ کې شامل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر محمد فيصل د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې اوونيزې خبري غونډې ته په وينا کې وويل، دا ډول اقدامات د پاکستان اقتصادي وده زيانمنوي.

پاکستان تېره اوونۍ په ترهګرۍ ضد خپل قانون کې د يوه ترميم په کولو سره د حافظ سعيد پر جماعت الدعوه او فلاح انسانيت نومي تنظيمونو بنديزونه ولګول.

ملګرو ملتونو يادې ډلې وار د مخه په خپل تور لېسټ کې شاملې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG