د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ د تموویلوونکو څار لېسټ کې د ورګډولو پر هڅو اندېښنه ښودلې


پراګ - پاکستان ویلي، د ترهګرۍ د تمویلوونکو په لېسټ کې د شاملولو امریکايي اقدام ((زښت اندېښمن)) کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، ((دا ډول اقدامات د پاکستان اقتصادي وده زیانمنوي.))

نوموړي دا خبره تر هغې وروسته کړې چې امریکا د تورو او ناقانونه پیسو د څار له یوې ادارې چې فنانشل اېکشن ټاسک فورس نومېږي، څخه غوښتي چې پاکستان په هغه فهرست کې شامل کړي چې پکې د ترهګرو د تمویلوونکو هېوادونو څار کېږي.

رویټرز خبري اژانس د سې شنبې پر ورځ په یوه ځانګړي رپورټ کې ویلي ول چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې ځان په هغه فهرست کې له شاملېدو څخه خوندي وساتي.

په دې نوملړ کې په شاملو هېوادونو کې نړیواله پانګونه ګرانېږي ځکه چې په نړیوال کچ د داسې هېواد د پیسو ورکړه راکړه څارل کېږي او د تورو پیسو د سپینولو او د ترهګرو د تمویل مخنیوي هڅې کېږي.

ټاکل شوې چې د مالي څار د ادارې غونډه راتلونکې اوونۍ په پاریس کې وشي چې پکې به د امریکا په خواست بحثونه او پرېکړې کېږي.

XS
SM
MD
LG