د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي پاکستان د ترهګرۍ په مخنيوي کې نيمګړتياوې لري 


په پاکستان کې د امریکا پر هغه اقدام اندېښنې پیدا شوي دي چې داسې اشارې یې ورکړي ګواکې دغه هیواد د ترهه ګرۍ تمویلوونکو په څارلسټ کې ورګډول غواړي.

دا اندېښنې پس له هغه رامنځ ته شوې کله چې دا معلومه شوه چې امریکا د فایننشل اېکشن ټاسک فورس په نوم د مالي چارو د څار یوې ادارې نه غوښتې چې پاکستان د هغو هیوادونو په فهرست کې ورګډ کړي چې پکې د ترهګرو د مالي مرسته کونکو هیوادونو څار کېږي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ هم دې طرفته په اشاره کولو وویل چې نړیواله ټولنه د پاکستان په اړه له مودې راهیسې اندېښنې لري.

((زموږ په فکر دوی د تورو پيسو سپينولو، ترهګرۍ او دغه شان د ورته حساسو مسلو د مخنيوي په اقداماتو کې نیمګړتیاوي لري))

ناورټ وویل د مالي اقدام کاري ډله باوري کوي چې د ترهګرۍ او غېر قانوني پيسو د سپینولو خلاف دې جدي ګامونه پورته کړل شي.

د ناورټ په خبره د مالي چارو د څار ادارې سره چې د دوی کومې خبرې شوي دي هغه لا نه شي په ډاګه کولای.

ټاکل شوې چې د مالي څار د ادارې غونډه راتلونکې اوونۍ په پاریس کې وشي چې پر دې موضوع به بحث پکې کېږي.

په عین حال کې پاکستان ویلي د امریکا دغه اقدام اندېښمن کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډه کې وویل داسې اقدامات د پاکستان اقتصادي ودې ته زيان رسوي.

هم د دغو منفي اثراتو خبره په پېښور کې د سيمه ييزه چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک هم کوي او وايي که چیری داسې وشول نو د پاکستان اقتصاد به زيانمن شي.

د نوموړي په اند داسې ښکاري چې دا کار به کېږي. په دې سره به د نړیوالو مالي ادارو لخوا پر پاکستان څه بنديز نه لګېږي خو د مالي چارو شرایط به سخت شي.

ډاکټر اعجاز زياتوي ((که مخکې مالياتي ادارو له پاکستان سره مالي مرستې او یا بېلا بېلو پروژو کې د پيسو لګولو په اړه دوه ځله سوچ کاوه نو اوس به يې ۱۰ ځله کوي.))

د نوموړي په خبره شخصي تجارتي ادارې یا کمپنۍ به هم له پاکستان سره لږ محتاطه شي.

د ډاکټر اعجاز خټک په خبره پاکستان دریځ لري چې د طالبانو خلاف له خپل وس سره سمه کاروايي کوي او که داسې مالي تکلیفونه راشي نو د دغو ډلو خلاف به يط د جګړې قوت خراب شي او ترهګري به زياته شي، خو نړیواله ټولنه وايي چې له پاکستان سره ډېرې مرستې وشوې خو د وسله والو خلاف د خپل وس مطابق کار نه کوي.

برتانیه، فرانس او جرمني د امریکا د پاکستان په ضد د دغه اقدام ملاتړي دي.

بلخوا د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې پاکستان هڅه کوي چې ځان په دغه فهرست کې له شاملېدو وژغوري.

روانه اوونۍ پاکستان د ترهګري خلاف قانون کې ترمیم وکړ او د حافظ سعيد په مشرۍ پر جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن نومي ډلو باندې بندیزونه ولګول چې وار له مخه د ملګرو ملتونو په تورلسټ کې شاملې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG