د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا هڅه کوي پاکستان د ترهګرو د تمویل کوونکو په څار لېسټ کې شامل کړي


پراګ - امریکا د مالي بدعنوانیو د څار یوې ادارې ته خواست کړې دی چې پاکستان په هغه فهرست کې شامل کړي چې پکې د ترهګرو د مالي مرسته کوونکو هېوادونو څار کېږي.

رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې ځان په هغه فهرست کې د شاملیدو نه خوندي وساتي چې د فنانشل ایکشن ټاسک فورس په نوم نړیوالې ادارې له خوا جوړ شوې دی.

په دې فهرست کې هغه هېوادونه ګډون لري چې له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي لپاره د ادارې له خوا د جوړو کړل شوو قوانینو نه سرغړونه کوي.

تمه ده چې د ادارې د غړیو هېوادونو غونډه راروانه اوونۍ په پیرس کې وشي.

په دې غونډه کې به د امریکا په خواست بحثونه او پرېکړې کېږي.

د پاکستان پرضد د امریکا د دې اقدام په اړه د پاکستان پخوانې سفیر ایاز وزیر وايي، په دغه اړه لا څه پریکړه نه ده شوې خو که وشي نو د پاکستان د اقتصاد لپاره ستونزې پیدا کولې شي.

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو چارو د زده کړو د څانګې استاده ډاکټر نورین نصیر وايي، د اقتصادي ستونزو سره سره به دا پاکستان لپاره په نړیوالو چارو کې هم یو شمیر ننګونې پیدا کړي، ځکه چې بیا به ډېر هېوادونه او پانګوونکي پر پاکستان باور وبایلي او هلته به له سرمایه کارۍ څخه ډډه کوي.

امریکا په پاکستان فشار اچوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ګډون د هغه وسله والو ډلو پرضد پرېکنده ګامونه پورته کړي چې د هند پرضد بریدونه ترسره کوي.

ایا د نړیوال فشار نه وروسته به پاکستان د سیمې په اړه په خپلو پالیسیو کې څه بدلون راولي او که څنګه؟

په دغه اړه په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزو چارو د مطالعې د مرکز مشر ډاکټر سرفراز خان وايي څه نښې نښانې ښکاري خو په پالیسیو کې بدلونه به ډېر وخت غواړي.

پاکستان وخت په وخت ترهګرو ته د خوندي ځایونو ورکولو تورونه رد کړي دي.

بلخوا د جمعې په ورځ د پاکستان د قانون او انصاف وزارت اعلان وکړ چې ولسمشر ممنون حسین د یو ارډیننس د لارې د ترهګرۍ پر ضد د ۱۹۹۷ز کال په قانون کې بدلون کړی دی.

د دې ارډیننس د لاندې به ټولې هغه وسله والې ډلې د بندیز لاندي راځي چې د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل ورباندې بندیزونه عملي کړي دي.

XS
SM
MD
LG