د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اوکراين ته د سوله ساتي ځواک لېږلو په اړه پرمختګ نه دی شوی"


ستولتنبرګ
ستولتنبرګ

د ناټو مشر يينز ستولتنبرګ وايي د اوکراين لپاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکي ځواک لېږلو په اړه خبرو کې ډېر پرمختګ نه دی شوی. نوموړي دا خبرې پرون د جرمني په مېونخ کې د نړيوال امنيت په اړه يوه کنفرنس د روسي بهرنيوو چارو وزير سره تر يو ملاقات وروسته وکړي.

په ختيځ اوکراين کې د روس پلوه بېلتون پالو او اوکرايني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده. ستولتنبرګ ويلي دا نه ده معلومه چې هلته به د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونو لېږل ممکنه وي او کنه.

دا وړانديز تر هغه وروسته مخې ته راغی چې د روس ولسمشر ويلاديمېر پوتين په تېر سپتمبر کې دغه نظر ورکړ. خو تر اوسه په دې اړه ټولو خواوو سلا نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG