د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت په خپله خاوره د چينايي پوځيانو شتون ردوي


د افغانستان حکومت په خپله خاوره د چين نظامي شتون ردوي. د افغانستان ملي امنيت شورا دفتر پرون په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې هغه راپورونه بې بنياده دي چې ويل شوي چينايي ځواکونه بدخشان کې يو پوځي مرکز جوړوي.

د افغانستان بدخشان ولايت د چين سره پر پوله پروت دی. چين د شرقي ترکستان اسلامي تحريک وسله والې ډلې له فعاليته اندېښنمن دی. خو افغان چارواکو ويلي چې دوی چين سره کوم امنيتي تړون نه لري نو ځکه د هغوی پوځي شتون نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG