د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې شري ۱۲ ماشومان وژلي


د بلوچستان د روغتيا څانګه وايي چې په کوټه کې په تېرو دوو مياشتو کې د شري ناروغۍ له امله ۱۲ ماشومان مړه شوي دي.

د کوټې د روغتيا څانګې مشر ډاکټر مرتضي شاه د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته ويلي چې د تېر کال [۲۰۱۷م] د ډيسمبر له ۱۵مې نېټې نه د شري وبا خوره شوې وه چې له امله يې تر دې دمه ۱۲ ماشومان مړه شوي دي.

د نوموړي په وينا په سيمه کې اوس يو ځل بيا ماشومانو ته وېکسين ورکول شوی دی.

د مر تضي شاه په خبره د نورو اغېزمنو ماشومانو درملنه یې کړې ده او د شري ناروغۍ د مخنيوي په لړ کې یې ګامونه پورته کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG