د لاسرسي ځای

تازه خبر

چاوش اوغلو: امريکا او ترکيه د اړيکو پر عادي کولو سلا شوي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي هېواد یې د ترکيې له خوا د خپلو پولو د ساتنې جايزه حق مني.

رېکس ټېلرسن دا خبره نن [جمعه] په انقره کې د هغې غونډې پر مهال وکړه چې هدف يې د امريکا او ترکيې ترمنځ کړکېچن تعلقات عادي کول وو.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو سره تر خبرو وروسته رېکس ټیلرسن پر انقره غږ وکړ چې د شام په کُرد مېشته سيمه افرين کې دې خپل عمليات محدود کړي او له داسې کاروايانو دې ډډه وکړې چې د کړکېچ د لا زياتېدو سبب ګرځي.

اوغلو خبري غونډې ته وويل چې امريکا او ترکيه د اړيکو پرعادي کولو سره سلا شوي دي او هوډ يې کړی چې د دوه اړخيزه ستونزو د حل په خاطر به يو طریقه کارجوړوي.

ترکيې د امريکا له لورې د شامي کردانو چې د خلکو د ژغورنې ډله( وای پي جې) نومېږي په ملاتړ خپه ده.

دغه کُردي ډله د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد د امريکا تر ټولو مهمه اتحادي ده.

خو ډله په ترکي کې دننه د جنګېدونکيو کُردي ياغيانو ملاتړې ده.

ټېلرسن د پنجشنبې په ورځ د ترکي له ولسمشر رجب طيب اردغان سره تر درې ساعتونو پورې ملاقات وکړ.

له لېدنې وروسته دواړو غاړو خبرې اترې ګټورې خو بې نتيجې وبللې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG