د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسېن حقاني: زما د نېولو امر سياسي دی


حسېن حقاني
حسېن حقاني

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفير حسېن حقاني وايي د ده خلاف د دغه هېواد سپريم کورټ جاری کړی وارنټ به کار ونه کړي.

هغه دا مهال امريکا کې اوسي. نوموړي نن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د هغه د نيولو لپاره پخوا هم ورته لارې چارې استعمال شوي خو په بهر کې څوک په دې سياسي وارنټونو غور نه کوي.

نن د پاکستان سپريم کورټ د ميمو ګېټ په نامه مقدمه کې د نه حاضرېدو له وجې حسين حقاني د نيولو لپاره ريډ وارنټ جاري کړ. د دغه هېواد د تحقیقاتو وفاقي ادارې ويلي چې له نړيوالو پولیسو يا انټرپول څخه يې د حقاني د نيولو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG