د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام اسراييلي الوتکه او اسراييل شامي اهداف په نښه کړي


شام کې خلک د يوې کارول شوي توغندي سره
شام کې خلک د يوې کارول شوي توغندي سره

اسراييلي پوځ نن په شام کې ۱۲ شامي او ايراني اهداف په نښه کړي دي. دوی وايي دا پراخ عمليات يې له هغه وروسته کړي چې نن سهار يې له هغوی سره د ډزو تبادله وشوه. پوځ په خپل بيان کې ويلي دي له دې څو دقيقې وړاندې اسراييلي الوتکو د شام هوايي دفاعي نظام او په شام کې ايراني اهداف په نښه کړل.

په بيان کې ويل شوي چې ۱۲ اهداف په نښه کړل شوي چې پکې درې هوايي دفاعي بېټريانې او څلور هغه ايراني اهداف شامل دي چې په شام کې د ايران د پوځي اسټېبليشمنټ برخه ده .

بيان زياتوي چې د حملې پر مهال اسراييل لورې ته طياره ويشتونکي توغندي توغول شوي دي.

بلخوا د شام سرکاري خبري اژانس ثنا ويلي دي چې هوايي دفاعي نظام يې د اسراييل لخوا نوي تېري ته ځواب ورکوي او يوې پوځي سرچينې ويلي دي چې د هېواد په جنوب کې يې پر پوځي اهدافو حملې ناکامه کړي دي.

د اسراييلي پوځ يو وياند وايي چې نن [شنبه] سهار وختي هغه وخت يو اسراييلي جنګي الوتکه د شامي ځواک لخوا په نښه شوه او راپرېوته چې څه وخت دوی په شام کې دننه پر ايرانيو اهدافو بريدونه کول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG