چارواکي وایي چې د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د کریکټ د لوبې په دوران کې چاودنه شوې چې درې تنه د کریکټ لوبغاړي پکې وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل:
د جمعې له لمانځه وروسته په یاده ولسوالۍ کې د کریکټ د دوه ټیمونو تر متځ لوبه روانه وه چې مازیګر مهال د کریکټ په میدان کې چاودنه وشوه چې له امله یې درې تنه لوبغاړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.
دی وایي چې د یوه تن ټپي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.