د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او مودي د افغانستان پر مسئلې ټلیفوني خبرې کړي


سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند له وزیر اعظم نریندرا مودي سره د افغانستان د جګړې په شمول پر ځینو سیمه ییزو مسئلو ټیلفوني خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې چې د پنجشنبې به ورځ خپره شوه راغلي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

تر دې مخکې د سېشنبې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو او دفاع د وزارتونو مرستیالانو د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې په افغانستان کې د هند رول رغونکی بللی وو او ویلي یې وو چې هند له امریکا سره په ګډه د افغانستان په بیارغونه، اقتصاد او بشري چارو کې مهم رول لوبوي.

واشنګټن په دا وروستیو کې د هند ګاونډي او سیمه ییز سیال پاکستان ته میلونونه ډالر پوځي مرستې ځنډولي او له اسلام اباد یې غوښتي چې پر خپله خاوره دې د هغو ترهګرو ډلو خلاف اقدامات وکړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

هند په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې او همکارۍ پراخې کړي.

سپینه ماڼۍ وايي د امریکا او هند مشرانو په دې ټیلفوني مکالمه کې د هغو شا او خوا شپږ سوه اتیا زرو روهنجیا مسلمانانو پر وضعیت هم خبرې وکړې چې تېر کال په برما کې له تاوتریخوالي ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG