د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو ځوانانو پرلت نن په اتمه ورځ هم دوام لري


په اسلام اباد کې د فاټا او پښتونخوا پرلت/احتجاجي ناسته نن په اتمه ورځ هم دوام لري.

د تحریک مشران وايي ــ دوی د نهې په ورځ د پاکستان له وزیراعظم سره کتلي دي خو د دوی د سیمو ستونځې له پوځ سره تړاو لري نو غواړي چې خپلې غوښتنې د پوځ مشر مخې ته کېږدي.

د تحریک مخکښ منظور مسود وايي مظاهره چیان غوښتنه کوي چې د نقیب مسود او نورو ګڼ شمیر پښتنو ځوانانو د وژنې پلټنې دې وشي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړل شي، ورک کړل شوي کسان دې وموندل شي او عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي،د دوی ایني او بشري حقونو ته دې درناوی ورکړل شياو قبایلي سیمې دې له ماینونو پاکې کړل شي.

تر اوسه د پوځ له خوا د دوی د غوښتنو په اړه هېڅ نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG