افغان ستوری راشد خان په (T20-Blast) سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته ځي.
راشد خان چې د کرکټ په نړۍ کې د ګوګلي ماسټر په نوم شهرت لري اوس په انګلستان کې د بلاسټ په نوم ۲۰ اوریزو سیالیو ته غوره شوی دی.
په انګلستان کې د (سهسېکس) په نوم کلب په خپله ټویټرپاڼه کې د دې خبر پخلی کړی چې د کرکټ نړۍ دغه مشهور افغان لوبغاړي به د سږ کال په سیالیو کې د دوی په ګټه ولوبېږي.
راشد خان لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د بنګلهدېش، وېسټانډيز، هند او اسټرالیا له لیګونو وروسته د انګلستان کرکټ لیګ ته هم غوره کېږي.
د انګلستان په کوربه توب ۲۰ اوریز کورنۍ کرکټ سیالۍ د روان کال د جولای په څلورمه نېټه پیلېږي.