د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې له باروتو ډک ګاډی نیول شوی دی


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست یوه سرچينه وايي، نن یې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د چاودېدونکو موادو ډک موټر نيولی او مواد یې ناکاره کړي دي.

سرچينې ویلي، د چاودېدونکو موادو لېږدوونکي موټر « مزدا » ډوله و او شاوخوا دوه ټنه چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي وو.

سرچينې په دې اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت ریاست خبرورکوي چې پرون یې یو بل مزدا موټر چې چاودېدونکي مواد پکې وو، او عاملینو يې هڅه کوله چې په کابل کې یې د یو بهرني هیواد پرسفارت په بريد کې وکاروي، هم نیولی او مواد يې ور ناکاره کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG