د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: پنجګور کې د یوه ولسي کس د وژنې ضد لاریون


د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د يوه ولسي وګړي د وژنې پر ضد نن کاربنديز دی. تېره ورځ د پنجګور په چټکان سيمه کې يوې ريموټ کنټرول بمي چاودنې يو ولسي ګاډی په نښه کړ چې په نتيجه کې يې يو کس ووژل شو او اووه نور ژوبل شول.

بم په موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی و. د پېښې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې او د وژل شوي کس ورور هم د نامعلومه کسانو پر ضد له پوليس سره رپورټ درج کړی دی.

د دې پېښې پر ضد نن په پنجګور کې دکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي. له دې وړاندې په دغه بلوڅ مېشته سيمه کې ځينې امنيتي سرتيري هم په نښه شوي چې ذمه واري يې بلوڅ بېلتون غوښتونکو منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG