د لاسرسي ځای

تازه خبر

سربیا او موڼټینیګرو ښايي په ۲۰۲۵ز کال کې په اروپايي ټولنې ګډ شي


ازادې اروپا راډیو د اروپايي کمیسون د ختیځ بالکان د ستراتیژۍ وروستۍ مسوده لیدلې چې ترې جوتیږي سربیا او مونټینیګرو به ښايي په ۲۰۲۵ م کال کې د اروپايي ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره چمتو والی ولري.

خو په دغه مسوده کې د څلورو نورو هیوادونو لپاره وخت نه دي ټاکل شوی چې لا تر اوسه له اروپايي ټولنې څخه بهر دي. دا څلور هېوادونه البانیا، بوسنیا هرزيګوینیا، کوسوو او مقدونیا دي.

د اروپايی ټولنې لخوا د ترتیب شوي پلان نهايي مسوده به نن خپره شي چې پکې راغلي، دمانټینیګرو او سربیا سره په دې اړه مذاکرات وار له مخې ښه پر مخ روان دي.

ترلاسه شوي اسناد لیکي، د قوي سیاسي ارادې، د حقیقي او دوامداره اصلاحاتو راوستل او د ګاونډیو سره د شخړو د هوارۍ لپاره پرېکنده حل لارې هغه څه دي چې په ۲۰۲۵ م کال کې، د یادو دواړو هیوادونو د غړیتوب لپاره امکانات برابروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG