د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، په تخار کې یوې ښځې ته له خپلې مخې د سزا ورکولو او ټکولو په تور اوه تنه نیول شوي دي.
د دې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده په دوشنبه مشال راډیو ته وویل، نیول شوي ټول د دې ښځې د کورنۍ غړي دي او اوس د تخار مرکز تالقان ښار ته انتقال شوي دي.
په وروستیو کې په ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره شوه چې پکې خلک یوه ښځه په لرګیو وهي.
د افغانستان د ښځو چارو وازرت وايي، په تیرو ۱۱ میاشتو کې پر ښځو د تشدد ۱۱۹ پېښې رپوټ شوې چې پکې ۹۱ د وژنې او ۱۲ د ځانوژني دي.
د یاد وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ پرون په یوې خبرې غونډه کې وویل، له اړونده ادارو سره هڅه کوي چې پر ښځو د تشدد مخنیوې وشي.
سپوږمۍ وردګ زیاته کړه، په تیرو ۱۱ میاشتو کې اته ښځې د غیرت په نوم وژل شوې دي.