د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ننګرهار اوسپنې کارخانه خپل فعالیتونه پراخوي'


د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د جاويد افغان په نوم د اوسپنې ویله‌ولو ​ کارخانه به ډېر ژر د هېواد په کچه د اوسپنې ویله‌ولو ​دوهمه لویه کارخانه شي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ رئیس شیر علم امله‌وال نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د اوسپنې د ویله‌ولو دغه کارخانه اوس‌مهال په ننګرهار ښار کې فعالیت لري چې ټاکل شوې ډېر ژر به له ښاره شېخ مصري صنعتي ښارګوټي ته ولېږدول و خپل فعالیتونه لا پراخ کړي.

ښاغلی امله‌وال وايي، دغه کارخانه اوس‌مهال دوه ساعته فعالیت لري چې په دغه وخت کې اووه ټنه سیخ ګول توليدوي چې د نویو فعالیتونو سره به‌يې د تولید کچه دوه برابره شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ رئیس په خبره تر خان سټيل وروسته دا د اوسپنې د ویله‌ولو دوهمه لویه کارخانه ده چې شااوخوا درې ملیونه ډالره پانګونه پرې شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG