د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د کانګرس لیک مې بېګناهي ثابته کړه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دعوه کړې چې د ريپبلېکن ګوند د کانګرېس هغه لیک دې بې ګنا ثابت کړی دی چې پکې تور پورې شوی چې د امریکا فېډرالي تحقیقاتي ادارې FBI د خپل واک ناسم استمال کړی دی. په هغه لیک کې دعوه شوې ده، چې د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي کمپاین له روس سره د ممکنه اړیکو په اړه د پلټنو پر وخت FBI د څار اختیار ناسم استمال کړی دی.

د شنبې په ورځ ناوخته ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کې وویل، په دغه لیک کې دی بې ګنا ثابت شوی دی. خو لا هم له روس سره د اړیکو لرلو لانجمنې څېړنې دغه کاردوام لري.

د کانګرس ريپبلېکن غړو په استخباراتي کمیټۍ کې تېره اوونۍ دا یادداشت نشر کړ چې وروCutسته له غبرګونو سره مخ شو.

FBI د کانګرس له خوا د دغه لیک د خپرولو سره مخالفت وښود او ویې ویل چې ځینې ناسم معلومات شته چې د دغه لیک کره والی اغېزمنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG