د کابل ښار په پروان مېنه کې، په پنجشنبه د مدني ټولنې یوشمېر غړیو، ځوانانو او دیني عالمانو، د پاکستان سفارت ته نږدې مظاهره وکړه.
دوی چې د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکول، ویل چې د افغانستان په ولایتونو او په تېره په کابل ښار کې په وروستیو ترهګرو بریدونو کې ښکېلې ډلې د پاکستان ملاتړ لري.
مظاهرهچیانو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې له پاکستان سره هر ډول اړیکې وشلوي.
دوی له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو ډلو د یوه ملاتړي هېواد په توګه، په تور لېست کې واچوي خو پاکستان بیا بیا د افغان طالبانو او نورو سختدریځو د ملاتړ تورونه ردوي.
د لاریون برخوالو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې کاوه، افغان حکومت باید هغه ترهګر چې د افغانانو وژل پرې ثابت شوي او اوسمهال په زندانونو کې دي اعدام کړي.