د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستانکزی: پاکستاني چارواکو سره مو طالبانو په اړه سپينې خبرې وکړي


معصوم ستانکزی

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی وايي پاکستاني چارواکو سره يې په افغانستان کې وروستيوو شووو بريدونو په اړه اسناد شريک کړي دي.

دوی پرون اسلام اباد ته تللي وو او نن يې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل د افغانستان په ولایتونو او په کابل ښار کې یې د وسله والو مخالفینو د وروستیو حملو ټول اسناد او شواهد چې ښيي پلانونه یې په پاکستان کې جوړ شوي ول، د پاکستان هېواد چاوراکو ته وسپارل. په دغو څلورو بريدونو کې د دوو ذمه واري طالبانو او د دوو يې داعش منلې وه.

د ملي امنیت يا این، ډي، ايس مشر، معصوم ستانکزي وویل په دغو اسنادو کې داسې شته چې په افغانستان کې د ترهګرو حملو عاملین اوس هم په پاکستان کې اوسیږي، هلته تمویل، تجهیز او بیا افغانستان ته راځي.

ستانکزي ټينګار وکړ چې پاکستاني چارواکي بايد په دې هکله اقدام وکړي او که نه نو دغه اسناد به د ملګرو ملتو دامنیت شورا ته هم وسپاري.

تر اوسه پاکستاني چارواکو سمدستي په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی خو درې ورځې مخکې يې د بهرنيوو چارو وزارت وياند، ډاکټر محمد فېصل وويل د دوی پر خاوره وسله وال پټنځايونه نه لري او د افغانستان امنيت ته ژمن دي. نوموړي زياته کړه چې نړيواله ټولنه دې طالبانو سره په سياسي روغې جوړې پام زيات کړي او پاکستان به تر خپله وسه دې کار کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG