د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا سياسي اتحاد د قبايلي سيمو پر اصلاحاتو غونډه کوي


د فاټا سیاسي اتحاد غړي وايي د فاټا په اصلاحاتو يې د روانې میاشتې په ۱۷ نیټه يي په پېښور کې احتجاجي غونډه رابللې ده.

د دې اتحاد مشر اسد اپریدي مشال ریډیو ته وویل قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو عملي کول ځنډيدلي دي. نوموړي زیاته کړه د اصلاحاتو عملي کولو په لاره کې تر ټولو لوی خنډ مرکزي حکومت دی. نوموړي زیاته کړه ددوي په احتجاجي غونډه کې د ګډون لپاره د سیاسي او ولسی ټولنو غړو او مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

د مسلم لېګ (ن) حکومت دريځ لري چې فاټا اصلاحات په تدريجي ډول عملي کوي. د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ په دولسمه قبایلي سیمو ته د اعلا عدالتونو د واک غځولو قانوني مسوده منظور کړه خو لا د سېنټ څخه نه ده منظور شوې.

له قبايلي سيمو څخه د قامي اسمبلۍ حکومتي غړي شهاب الدین خان مشال ریډیو ته ویلي په سېنیټ کې د پیپلز ګوند اکثریت دی خو دغه ګوند د اصلاحاتو د منظورۍ په اړه لا سنجیدګي نه ده ښودلې. د پیپلز ګوند ځني غړي بیا وايي چې په قانوني مسوده کې ځينې کميانې دي چې بايد لومړی هغه سمې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG