د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک، افغانستان ته ۱۰۰ ملیونه ډالره مرسته ورکوي


نړیوال بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې یو تړون لاسلیک کړ.

د مرستې دغه تړون د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د ولسمشر او د اقتصادي شورا د غړیو په شتون کې د افغانستان لپاره د دې بانک د رئیس شوبهم چودري او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ترمنځ لاسلیک شو.

د نړیوال بانک دغه وړیا مرسته به په افغانستان کې د یوې پروژې له لارې د مالي چارو د ښه مدیریت او د ظرفیتونو په لوړولو لګېږي.

د مالیې وزارت له‌خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، تمه ده چې د دغې پروژې په پليکېدو یا تطبیق سره د پراختیایي بودجې د لګولو او د مالیې راټولولو بهیر ښه او د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د حکومت مالي ظرفیتونه لوړ شي.

د ماليې وزیر د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې افغانستان په وروستیو کې د مالي چارو د ښه مدیریت کولو د یوه سیستم په رامنځته کولو کې ښه پرمختګونه کړي چې په نتیجه کې یې د دولت عواید چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ۱۳۰ میلیونه ډالره و، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۲،۱ میلیارده ډالرو ته اوچت شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG