د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې لږ تر لږه ۲۶ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٢٦ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت ويلي چې د دغو عملياتو په نتيجه کې چې په بېلابېلو ولايتونو کې شوي، ٢٩ نور وسله وال ټپيان شوي او پنځه مشکوک کسان نيول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شويو وسله والو کې د هغوى دوه سيمه ييز قوماندان هم شامل دي.

دغه وزارت نن جمعه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا پوځي عمليات په ننګرهار، غزني، ارزګان، زابل، فراه، فارياب، بغلان، نيمروز او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

په دې موده کې د دولت د مخالفو وسله والو د ځينو مرکزونو، وسلو او مهماتو د له منځه تللو خبر هم ورکړل شوى دى.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG