د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په شام کې د خپلې مداخلې په اړه د روس له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
د ترکيې سرکاري خبري اژانس انادولو لیکي چې رجب طیب اردوغان لومړی د فرانس له ولسمشر ایمانول مکخوا سره خبرې وکړې او بیا له ولسمشر پوتین سره وږغېدی.
کریملین ویلي، ولسمشر ولادیمیر پوتین له ولسمشر اردوغان سره په شام کې د ترکي عملیاتو په اړه خبرې وکړې او پر دې یې بحث وکړ چې د شام مځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته باید درناوی شوی وای.
کریملین زیاتوي دې مشرانو د شام امن خبرو اترو په اړه هم بحث کړی دی چې راتلونکې اونۍ د روس په کوربتوب د دې هېواد په سوچي ښارګوټي کې کېږي.
رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکلي دي، تمه ده ولسمشر ډونلډ ټرمپ به هم ژر له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په خبرو کې په شام کې د ترکي عملیاتو په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړي. پرون په شام کې د ترکي عملیاتو څلورمه ورځ وه.
امریکا پر ترکي ټینګار کړی چې په شام کې د کردانو له ځپلو ډډه وکړي چې د داعشیانو پرضد د امریکا په مشرۍ جګړې سره مرسته کوي.