د امريکې مرستيال ولسمشر مايک پينس نن د اسرايل وزيراعظم بنيامين نتنياهو سره ملاقات وکړ. په دې موقع پينس وويل چې د اسرايل په مرکز بېت المقدس ته ورتلل د هغه لپاره اعزاز دی. نوموړي نن ناوخته د اسرايل پارلمنټ ته وېنا هم وکړه.
د اسرايلو وزيراعظم بنيامين نتنياهو په دې موقع د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ مننه وکړه چې په تاريخي فېصلې سره يې بېت المقدس د اسرايلو مرکز ومانه.
هغه پينس ته په خطاب کې وويل:
نوموړي وویل: ((ښاغلی مرستیال ولسمشر، زه له کلونو راهيسې دا ویاړ لرم چې د نړۍ سلګونه مشرانو ته د بیتالمقدس په ښار کې چې د اسرایلو پایتخت دی، هرکلی ووایم، خو دا لومړی ځل دی چې یو مېلمه مشر راسره دا درې کلمې تکراروي چې بیتالمقدس د اسرائیلو پایتخت.))
دې پرېکړې فلسطينيان ځکه په غصه کړي دي چې دوی مشرقي بيت المقدس د خپل راتلونکې هېواد د مرکز په توګه غواړي.