د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه او ګڼو ښارونو کې د نقیب مسود د وژنې ضد لاریونونه


پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په کراچۍ کې روانې جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د یوه پښتانه ځوان نقیب الله مسود د وژنې پر ضد د یکشنبې په ورځ د کوټې په ګډون په کراچۍ، اسلام اباد، فیصل اباد، بنو، سیوۍ، لورالايي، ژوب او اسلام اباد کې احتجاجي لاریونونه وکړل.

د کوټې پرېس کلب مخې ته مظاهره چیانو د سیند له حکومته یې غوښتنه کوله چې په کراچۍ کې مېشتو پښتنو ژوند دې وژغورل شي او د نقیب الله مسود غوندې عدالتونو پرته د وژلو پېښې دې نه تکراروي. دوی وویل، چې د نقیب الله مسود په وژنه کې ککړ د اېس اېس پي راو انوار په ګډون ټول ښکېل کسان دې ونیول شي او د نقیب الله مسود له کورنۍ سره دې انصاف وشي.

د نقیب الله مسود د وژنې پېښې د پاکستان ډېری سیاسي ګوندونه راپارولي او غوښتنه کوي چې په کراچۍ یا د ملک په نورو برخو کې د عدالتي کاروایانو پرته د وژلو مخه دې ونیول شي.

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن هم د دوشنبې په ورځ په ډېره اسماعېل خان کې د نقیب مسود له کورنۍ سره د هغه په وژنه غمرازي ښودلې او یوه خبري کنفرانس کې یې پر دې ټینګار وکړ چې پاکستان کې دې د عدالتي کاروايي پرته وژنې ودرول شي.

یاده دې وي چې پر ټولنیزه رسنۍ مشهور ځوان نقیب الله مسود د جنورۍ میاشتې په درېمه نېټه په کراچۍ کې د ساده جامو پولیسو له یوه هوټله پورته کړی وو چې د کورنۍ په خبره د هغه مړی د جنورۍ په دیارلسمه وموندل شوی چې د وژنې تور یې پر پولیسو پورې کړل شو. په همدې ورځ یانې د جنورۍ پر ۱۳مه د کراچۍ د ملیر سیمې پولیس مشر راو انوار ویلي ول چې په نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژلي دي. ده ویلي ول چې د نقیب الله اصلي نوم نسیم الله دی چې د طالبانو غړی وو.

خو پر ټولنیزو رسنیو عدالت ته تر وړاندې کولو مخکې د خلکو وژنو خلاف د کیمپېن او بیا د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د مسود د وژنې پر ضد د مظاهرو له کبله د سېند حکومت د پېښې پلټنو لپاره کمېټي جوړه کړه.

XS
SM
MD
LG