د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایک پینس: د منځني ختیځ سولې بهیر بیا شورو کولو ته ژمن یو


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته ویلي که اسرایلیان او فلسطینیان پرې سلا کیږي نو واشنګټن به د دې مسئلې په اړه د دوه ریاستي حل ملاتړ وکړي.

مصر ته د سفر پرمهال د السیسي سره له ملاقات وروسته مایک پینس خبریالانو ته وویل، امریکا د منځني ختیځ د سولې بهیر بیا شورو کولو ته ژمنه ده. نوموړی به په دې دوره کې د اردن او اسراییلو سفرونه هم کوي.

د ماییک پینس دا سفر له هغې څه باندې یوه میاشت وروسته کېږي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېت المقدس د اسراییلو د سرښار په توګه په رسمیت پیژندلو اعلان وکړ.

دې ګام فلسطینیان غصه کړي دي ځکه چې هغوی بېت المقدس په اینده کې د فلسطیني ریاست سرښار جوړول غواړي.

اسراییل ختیځ بېت المقدس له ځان سره یوځای کړی او دغه ټول ښار یې خپله دارلخلافه ګرځولې ده خو نړیوالې ټولنې کله هم دا اقدام په رسمیت نه دی پیژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG