د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: زما ضد اپوزیشن ګوندونه به خپل مقصد ته ونه رسېږي


د پاکستان واکمن ګوند، مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف پر اپوزېشن ګوندونو تنقيد وکړ او وي وېل چې د جمهورت خلاف سره راټول شوي دي.

نوازشريف د جنورۍ په ۱۷ تاريخ لاهور کې شوي د پاکستان عوامي تحريک، پيپلز پارټي او تحريک انصاف ګوند جلسه ناکامه وبلله. هغه پرون په هريپور کې د خپل ګوند راټولو شوو غړو ته زېاته کړه چې د ده خلاف چيغې وهل ګټه نه لري. د هغه په وېنا اپوزيشن ګوندونه به خپلو هدفونو ته ونه رسېږي.

نوازشريف له خلکو وپوښتل چې آيا دغه پرېکړه مني نو خلکو يې په ځواب کې چيغې کړي چې هغه يې اوس هم وزېراعظم دی.

نوموړي د دې خبرې له تشريح بغير زياته کړه: ((ټول مشران يې يو ځای شوي وو. هغه مشران چې يو بل ته کنځلې کوي او يو بل په بوټانو ولي، اوس په يو کتار کې ودرېدل. زه پوښتنه کوم چې د دوی په اصولو څه وشول، پاک سياست چېرته لاړ؟ د دوی ايجنډا څه وه؟ ايجنډا يې د نواز شريف محالفت وو. دا د دوی دستور دی. دا د دوی سياست دی.))

د تېرې چارشنبې په ورځ شوي د اپوزيشن ګوندونو جلسه د پاکستان عوامي تحريک د مشر او ديني عالم طاهر القادري په مشرۍ وشوه. په دې جلسه کې د پيپلز ګوند مش آصف علي زرداري او تحريک انصاف ګوند مشر، عمران خان تر څنګ د دغو ګوندونو ډېرو سياستوالو برخه اخيستې وه. دوی ټولو پر حکومت سخت تنقيد وکړ او وي وېل چې د مسلم لېګ ن حکمران ګوند ناکامه شوی دی.

پرون د هرېپور جلسې پر مهال نواز شريف يو ځل بيا وويل چې پر ده د درغليوو مقدمه سمه نه وه او عدلیې هغه پر داسې مهال له چوکۍ ليري کړ چې خلکو ته يې خدمت کاوه.

د ۲۰۱۷ کال د جولايي پر اته ويشتمه، سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نا اهله وګرځاوه او د احتساب ادارې (نېب) ته يې امر کړی وو چې د دوي پرضد مقدمې بيا خلاصې کړي . د سپتمبر په اتمه (۸) نېب د نواز شریف او د هغې د کورنۍ پرضد په احتساب عدالت کې درې (۳) درخواستونه جمع کړل خو د نوموړي کورنۍ وايي دا ټول سياسي سازش دی.

XS
SM
MD
LG