د لاسرسي ځای

تازه خبر

های کورټ د نواز شریف ریفرېنسونو یوکولو غوښتنه رد کړه


نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د اسلام آباد احستاب عدالت جج محمد بشیر د نوازشریف، دهغه لور مریم نواز او زوم محمد صفدر پر ضد د نېب لخوا جمع کړی شوي درخواستونو اورېدنه وکړه.

د اورېدنې پیلېدو پرمهال د نوازشریف وکیل خواجه حارث عدالت ته وویل چې اسلام آباد های کورټ کې د رېفرنسونو یو-کولو په درخواست باندې اورېدنه روانه ده چې فیصله به يې نن غرمې دولس نه تر یوې بجې په مېنځ کې راشي نو عدالت دې اورېدنه تر یوې بجې پورې وځنډوي

د څه پس چې احستاب عدالت د پخواني وزیراعظم نوازشریف پرضد د نېب درخواستونو اورېدنه تر د غرمې یوې بجې پورې ودروله.

د دمې وروستو يوځل بيا د کېس اورېدنه پېل شوه نو نواز شريف ته د يو هفتې لپاره عدالت ته د وړاندې کېدو نه استثنا ورکړل شوه او د کېس اورېدنه تر سبا وځنډول شوه.

عدالت ته د تلو مخکې د پنجاب هاوس ودانۍ نه بهر مطبوعاتو سره غېر رسمې خبرو کې نواز شريف وويل، داسې معلومېږي چې تحريک انصاف ګوند غړيو عمران خان اوجهانګير ترين په نااهلۍ کېس کې به هم دی نااهله کړل شي.

بل خوا اسلام اباد های کورټ د رېفرنسونو یو-کولو د نواز شريف د کورنۍ درخواست رد کړی.

د نوازشريف احتساب عدالت ته وړاندې کېدو په موقعه د امنيت کلک ګامونه اخېستل شوي ول او د پوليسو ترڅنګ اېف سي ځواک او زنانه پوليس اهلکار هم موجود ول.

ياده دې وي چې احتساب عدالت له هغې وروستو د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پېل کړي چې روان کال د جولايۍ پر اتويشتمه (۲۸) سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو او نېب ته يې امر کړی وو چې د دوي پرضد مقدمې بيا خلاصې کړي.

نوازشریف: زما پرضد د یوې روپۍ درغلي هم نه ده ثابته شوې

دا وخت د شريف کورنۍ پرضد درې مقدمې روانې دي چې پکې لومړۍ د لندن ايون فيلډ جائيداد، دوېمه سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او درېمه د نوازشريف کورنۍ پنځلس (۱۵) اف شور کمپنيانې لرلو په اړه دي.

XS
SM
MD
LG