د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضیان له کینې سره ډک ناست دي. نواز شریف


د اسلام اباد په احتساب عدالت کې ترخپلې پېشۍ وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان پخواني وزیر اعظم نوازشريف وويل چې "د عدالتونو فیصله کله هم د دوی په حق کې نه ده راغلې ځکه چې دا ججان له کینې سره ډک ناست دي او اوس یې غوسه او بغض له الفاظو سره ګډ شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې دا غوسه او بغض او دا ټول ټکي به د تاريخ یو تور څپرکی یا باب جوړېږي.

د شورو په ورځ د اسلام اباد احتساب عدالت د پخواني وزيراعظم نواز شريف او د هغه د کورنۍ له لوري شوي شوې هغه درخواست رد کړل چې پکې د دوی پرضد د احتساب عدالت کښل شوې درې مقدمې یې په یوه مقدمه اړول غوښت.

د پخواني وزیر اعظم وينا وه چې په تېرو اويا (۷۰) کلونو کې یوشمېر تور څپرکي زموږ عدالتونو ليکلي دي، کله چې هم دیکتاتور راغلی دی او د دوی په اړه چې نننۍ فیصله راغلې ده دا به هم په تورو څپرکیو کې وليکل شي."

د شورو په ورځ د اسلام اباد احتساب عدالت د پخواني وزيراعظم نواز شريف او د هغه د کورنۍ له لوري شوي شوې هغه درخواست رد کړل چې پکې د دوی پرضد د احتساب عدالت کښل شوې درې مقدمې یې په یوه مقدمه اړول غوښت.

د احتساب عدالت جج محمد بشير د نواز شريف د هغه د لور مریم نواز او زوم کېپټن رېټايرډ صفدر په موجودګۍ کې په سېشنبه خپله خوندي کړې پرېکړه واوروله او نوازشريف پرضد یې د درو واړو رېفرېنسونو را-یو-کولو درخواست رد کړ.

د ذکر ده چې تر دې وړاندې هم احتساب عدالت د اکتوبر په نولسمه (۱۹) نېټه د نوازشريف لخوا د درې واړه رېفرنسونو د ر-ايو-کولو درخواست رد کړی وو چې بیا دی د اسلام اباد های کورټ ته ولاړ او د ياد عدالت د احتساب عدالت ته امر وکړ چې د نواز شریف درخواستونو ته دې بیا وکتل شي.

عدالت په نواز شريف د نېب لخوا داير کړې شوي درې واړو درخواستونو کې فرد جرم ولګولو او اوريدنه يې ترپنځلسم (۱۵) نومبر وځنډوله.

د نواز شریف کاروان د لاهور پر لور روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

پخواني وزيراعظم د جرم منلو نه انکار وکړو او وينا يې وه چې کوم مقدمات پر دوی کښل شوي دي هغه سياسي دي او دوی ته د مقدمو په روڼه توګه د اورېدنې موقعه نه ورکول کېږي.

د يادونې ده چې احتساب عدالت له هغې وروستو د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پېل کړي چې روان کال د جولايۍ پر اتويشتمه (۲۸) سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو او نېب ته يې امر کړی وو چې د دوی پرضد مقدمې بيا خلاصې کړي.

دا وخت شريف کورنۍ پرضد درې مقدمې روانې دي چې پکې د لندن ايون فيلډ جایيداد، د سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او فلېګ شپ انوېسټمنټ کې د ۱۵ افشور کمپنيو په اړه مقدمې شاملې دي.

په دې مقدمو کې د نوازشريف دواړه زامن حسن نواز او حسېن نواز هم نومول شوي دي او عدالت هغوي د نه حاضرېدو له کبله اشتهاريان ګرځولي دي.

XS
SM
MD
LG