د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلم لیګ ن حکومت پر ضد د متحده اپوزیشن احتجاج


د پاکستان مسلم ليګ ن او پنجاب حکومت پر ضد پاکستان عوامي تحريک مشر طاهر القادري په مشرۍ اپوزيشن ګوندونو احتجاج د شورو یا چارشنبې له ورځې په لاهور کې کېږي.

د پاکستان عوامي تحريک په وېنا چې داحتجاج یې د لاهور ماډل ټاون پېښې متاثرينو ته انصاف ورکولو لپاره د مسلم ليګ ن حکومت پر ضد په لاهور کې له مال روډه پیلېږي.

په اتمه جنورۍ په لاهور کې د ټول ګونديزه غونډې کاري ډلې د احتجاج غږ کړی وو.

تېره ورځ ماسخوتن ناوخته په لاهور کې طاهر القادري او پاکستان پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د احتجاج په اړه مشترکه خبري غونډه وکړه.

په غونډه کې د عوامي تحريک مشر طاهر القادري ووېل چې هغوي د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف او د قانون وزير رانا ثناالله نه استعفا وغوښته خو دوي استعفا ورنه کړه.

نوموړي په وېنا چې هغوي هېڅ يو ائين د ماتولو کوشش نه کوي او نه داسې ګام پورته کولوڅه اراده لري بلکې د هغوي د احتجاج مقصد د ماډل ټاون پېښې انصاف غوښتل او د مسلم ليګ ن حکومت لیرې کول دي.

بل خوا اصف علي زرداري زياته کړه چې پنجاب حکومت هر وخت د خپلو مفاداتو فکر کړی او ولس ته يې هېڅ قسمه اسانتياوې نه دي ورکړي بلکې د خپل ملکيت او چوکۍ بچ کولو په تکل کې وي

خو د نني احتجاج په اړه د سياسي چارو کار پوه افرسياب خټکوايي چې په ۱۲م مې ۲۰۰۷ز کال په کراچۍ کې هم دا شان يوه پېښه شوې وه چې پکې يوشمېر کسان وژل شوي وو خو نه يې چا تپوس وکړو او نه څه پلټنې وشوي.

د نوموړي په وینا د دې احتجاج مقصد هېڅ يو ولسي او قامي مسله حل کول نه بلکې دا ټوله د اقتدار لوبه ده او د اقتدار کرسۍ تر لاسه کول دي.

''په پاکستان کې دا وخت تر ټولو مهمې مسلې ترهګري، سختدريځي او د فاټا اصلاحات دي. د فاټا ولس ته د هغوی حقونه ورکول دي. په بلوچستان کې خونرېزي ده، هغه بندول دي په ملک کې ګراني ده، پاکستان په سياسي کچ په نړيواله توګه د بېلتون ښکار دی د اپوزيشن لخوا په دې يوې مسلې ذکر هم نه کېږي. انتخاباتو ته درې څلور مياشتې پاتې دي نو په داسې کې د حکومت راغورځولو مطلب خو دا دی چې دوی انتخابات کول نه غواړي، که دوی ته داسې لګي چې حکومت په ولس کې مقبول نه دی نو په انتخاباتو کې دې ورته ماتې ورکړي،که داسې ښکاري چې د دې احتجاج مقصد حکومت لیرې کول دي دا ټولې د اقتدار لوبې دي او ځينې خلک په لنډه اقتدار او کرسۍ ترلاسه کول غواړي نو په هغه کې د دې خبرې پرواه نه شته چې انجام يې جمهوريت ته زيان رسېدل وي او که ایين ته د دې خلکو په دې هېڅ پرواه نه راځي.''

د اپوزيشن ګوندونو د احتجاج په جواب کېد پاکستان مسلم ليګ ن يو مشر صديق الفاروق څو ورځې وړاندې مشال رېډيو ته ويلي وو چې چې عوامي تحريک په ملک کې انتشار خپلوي او بهر ملکۍ ايجنډې ته ګټې ورکوي.

د نوموړي وېنا وهچې که د انتشاراحتجاج وکړې شونو حکومت به هم ټولې قانوني او ائيني لارې خپلوي او د هر قسمه رويې جواب به ورکوي.

دا احتجاج د هغې ورستو کېږې چې ۱۷ جون ۲۰۱۴ کې د لاهور ماډل ټاون سيمه کې د عوامي تحريک کارکنانو او دپنجاب پوليسو تر مينځه شخړوکې د عوامي تحريک ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۹۰پورې کسان زخميان شوي وو.

په نني احتجاج کې ګډون لپاره.د عوامي تحريک لخوا پاکستان پيپلز ګوند،پاکستان تحريک انصاف او د پاکستان سرزمين ګوند پشمول نور سياسي ګوندونو ته هم بلنه ورکړې شوې ده۔د لاهور نه پس ملک ګير احتجاج لپاره به نن تګلاره ټاکل کېږي.

بل خوا په لاهور ښار کې لپاره د امنيت لپاره ټينګ ګامونه پورته کړې شوي دي او په ښار کې پوليس او رينجرز ځايې پر ځايې ودرول شوي دي.

XS
SM
MD
LG