د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالفتح السیسي په دویم ځل د مصر ولسمشرۍ ته درېږي


عبدالفتح السیسي
عبدالفتح السیسي

د مصر ولسمشر عبدالفتح السیسي په مارچ کې په دغه هیواد کې کیدونکو عامو انتخاباتو کې په دویم ځل د ولسمشر منتخب کیدو لپاره د برخې اخستو اعلان کړی دی.

ولسمشر عبدالفتح السیسي د جنورۍ پر ۱۹مه په قاهره کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر وخت وویل چې هغه به په راراوانو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د چوکۍ کاندید وي.

السیسي د پوځ پخوانی مشر دی چې په ۲۰۱۳م کال کې يي د اسلام پلوه ولسمشر محمد مرسي حکومت ړنګ کړی وو.

په مصر کې په ۲۰۱۱م کال کې د ولسي پاڅون په نتیجه کې حسني مبارک له واکه لیرې کړل شوی وو.

د محمد مرسي له واکه تر لیرې کیدو وروسته دا په دغه هیواد کې دریم ولسمشریز انتخابات دي چې د مارچ په ۲۶مه ، ۲۷مه او ۲۸مه نېټه به ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG