د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي ولسمشر خپل قزاق سيال سره وکتل


ولسمشر ټرمپ او ولسمشر نظربايووف
ولسمشر ټرمپ او ولسمشر نظربايووف

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایووف د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه له دې کبله مننه کړې چې واشنګټن د دوی د زمکني بشپړتیا ملاتړ کړی دی. دواړو مشرانو د جنورۍ پر ۱۶ مهد سیمه ییز امنیت، اقتصادي معاملو او دوه اړخیزو معاملو باندې خبرې وکړې. نظر بایووف د خبریالانو سره د خبرو پر مهال ښاغلي ټرمپ ته د خپلې حکومتدارۍ د یو کال پوره کېدو مبارکي هم ورکړه.

که څه هم نظر بایووف د خپلو خبرو زیات وضاحت ونه کړ خو د مرکزي ایشیا دغه هیواد د روسیې له پالیسیو ناراحته دی. دغه نارضایت وروسته له هغې پیدا شوی چې روسیې په ۲۰۱۴ م کال کې په غیر قانوني ډول د یوکراین کرایمیا سیمه تر خپل تسلط لاندې کړه او د یو کراین په ختیځ کې یې بیړنی حالت رامنځ ته کړ.

نور سلطان نظر بایووف له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې چې هیواد یې له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړې په واک کې دی او ټرمپ د امریکا پنځم ولسمشر دی چې نظر بایووف ورسره پالي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG