د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د سیاستوال او د پوهنتون استاد مړی موندل شوی


فایل فوټو
فایل فوټو

د یکشنبې پر ورځ، په کراچۍ کې، د متحده قامي موومنټ لندن ډلې د یوه مشر او د پوهنتون پخواني استاد ډاکتر حسن ظفر عارف مړی موندل شوی.

د جناح روغتون ویاندې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډیو ته وویل، پولیسو د نوموړي مړی د یکشنبې پر ورځ وروړی چې دوی یې پوسټ مارټم کوي.

دې وویل، هغه شاوخوا ۷۵ کلن وو او د مرګ وجه یې نه ده معلومه. متحده قامي موومنټ لندن نن په بیان کې ویلي چې پوهاند عارف پرون بې درکه شوی وو.

پوهاند عارف په کراچۍ پوهنتون کې د فلسفې استاد او سیاسي فعال وو چې څو ځلې امنیتي ادارو او پولیسو نیولی هم وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG