د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: ټرمپ د ایټمي تړون کمزوري کولو کې پاتې راغلی


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ او انتظامیه یې د تهران او د شپږو طاقتورو هېوادونو ترمنځ د شوي ایټمي تړون په کمزورې کولو کې پاتې راغلې دي. نوموړي زیاته کړه، دا ایټمي تړون د ایران لپاره اوږد مهاله بریا ده.

د یکشنبې پر ورځ، د ایران پر سرکاري ټیلي ویژن تقریر کې حسن روحاني زیاته کړه، ولسمشر ټرمپ د پرله پسې هڅو باوجود هم د دې ایټمي تړون کمزري کولو کې ناکامه شوی دی.

د جنورۍ پر ۱۲مه ولسمشر ټرمپ ویلي وو، که هغو اروپايي هېوادونو چې دا تړون یې لاسلیک کړی دي، پکې موجودې لویې تېروتنې سمې نه کړې نو امریکا به له دې تړونه ووځي. د ایټمي تړون ځېنو برخوالو هېوادونو پر امریکا ټینګار کړی چې له تړونه دې نه ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG