د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي ایران په یمن کې یاغیانو ته وسلې ورکوي


د ملګرو ملتونو يو پېنل په خپل يو نوي راپور کې دې نتيجې ته رسېدلی چې ايران په يمن کې شيعه ياغيانو ته په مستقيم يا غير مستقيم ډول ميزايلې او ډرون ورکوي .

د ايران دا ګام د ملګرو ملتونولخوا په وسلو له بنديزونو څخه سرغړونه ده.امريکا هم پرله پسې پر ايران ورته تورنه لګولي دي. د ياد ريپوټ خلاصه چې رسنيو او ډېپلومېټانو ته په لاس ورغلی ، وايي چې د ملګرو ملتونو د پېنل هغه غړي ماهرين چې په نومبر او دسمبرمياشتو کې سعودي عرب ته تللي وو، هغوي د حوثي ياغيانو لخوا د داغل شوو ميزايلو معاينه کړې او پېنل پر دې نتيجه رسيدلې چې حوثي ياغيانو په کومه وسله د سعودي عرب زمکه په نښه کړې نو هغه ايران جوړه کړې ده.

د حوثي ياغيانو لخوا د دغه بريدونو له کبله د عرب په مشرۍ اتحاد جوړ شو چې د حکومت په ملاتړ د حوثي ياغيانو پرضد جنګيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG