د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م وايي په افغانستان کې به حالات له نېږدې وڅاري


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غواړي افغانستان ته یو پلاوی واستوي چې حالات له نېږدې وڅاري.

په ملګرو ملتونو کې د قازقستان سفیر خیرات عمروف چې اوس مهال د امنیت شورا مشر دی، د پنجشنبې پر ورځ یې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل:"د شورا غړي په تېرو اووه کلونو کې افغانستان ته نه دي تللي او دا سفر به دوی ته امکان برابر کړي چې د خلکو پر ضروریاتو پوه شي."

ده هیله څرګنده کړه چې په دې لړ کې به یوه غونډه جوړه کړي خو د افغانستان د سفر نېټه یې و نه ښوده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG