چارواکي وايي، دا پوځیان د پنجشنبې پر ورځ افغانستان ته روان شول چې هلته د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده تر سره کړي.
اضافي سرتېري به د مزار شریف په پوځي اډه کې پراته وي چې دوه میاشتې په خپل هېواد او شپږ میاشتې په جرمني کې روزل شوي دي.
جارجیا د ناټو غړی نه دی او اوسمهال په افغانستان کې ۸۸۵ سرتېري لري.