د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې له یوه مشهور هوټله قیمتي ګاڼې غلا شوې


د فرانسې پولیس وایي، وسله والو غلو په چارشنبه د پاریس له یوه مشهور هوټله د څلورنیم میلیون ایرو په ارزښت قېمتي ګاڼې غلا کړې.

پولیسو وویل، غلو د پاریس ریټز هوټل د قیمتي ګاڼو د هټۍ ښیښه یي ویترین چې ګاڼې پکې ایښودل کېږي مات کړ او یو شمېر ګاڼې او نور قیمتي شیان یې له ځان سره یووړل.

درې غله د پېښې په ځای کې سمدستي نیول شوي خو لږترلږه دوه نور لادرکه ده.

پولیسو وویل، په دې پيښه کې چاته زیان نه دی رسېدلي خو غلاشوې ګاڼې او نورشیان بېر ته نه دي موندل شوي.

ریټز هوټل چې په ۱۹ لسیزه کې جوړ شوی، له څلور کلن ترمیم وروسته په ۲۰۱۶ کال کې بیا فعال شوی او د لاتیني امریکا د مشهور لیکوال ایرنست همنیګوي په ګډون یوشمېر مشهورې څېرې یو وخت پکې اوسېدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG