د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران: "۳۷۰۰ مظاهره چيان نيول شوي دي"


پوليس د ايراني حکومت ضد مظاهره چيانو خلاف اوښکې بهونکی ګېس کارولی
پوليس د ايراني حکومت ضد مظاهره چيانو خلاف اوښکې بهونکی ګېس کارولی

د ایران یو پارلیماني غړي ویلي چې د حکومت ضد مظاهرو پر وخت حکومت ۳۷۰۰ کسان نیولي دي. بل خوا د ایران ستر روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي ادعا کړې چې تهران کې ناکراري رامنځته کولو لپاره د امریکا او برطانیه هڅې يې شنډې کړي دي.

د ایراني پارلمان اصلاح پلوي غړي محمد صادقي چې پرون د نیول شویو کسانو کومه شمېره ښودلې هغه له حکومتي چارواکیو له خوا د ښودل شوې شمیرې څخه ډېره لوړه ده.

د ديسمبر د اته ویشتمې نیټې راهیسې د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهره چیانو د بي روزګارۍ او نرخونو زياتېدو خلاف مظاهرې پېل کړې دي. د ناکرارۍ او مظاهره چیانو پر ضد د حکومتي عملیاتو په نتیجه کې دوه ویشت کسان وژل شوي دي.

د ایران ستر روحاني مشر په ټویټر په خپل یو بیان کې د امریکا په ګډون بهرني هیوادونه د مظاهرو په راپارولو تورن کړي دي. امریکا او نورو حکومتونو دغه تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG