د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ابتدايي ښوونځیو کې پر انګرېزي ژبه د بندېز ږغ


ایران: په تهران کې د یوه ابتدايي ښوونځي ټولګي کې یوه ښوونکې له زده کوونکیو سره بوخته ده
ایران: په تهران کې د یوه ابتدايي ښوونځي ټولګي کې یوه ښوونکې له زده کوونکیو سره بوخته ده

د ایران تعلیم محکمې یو لوړپوړي چارواکي د ملایانو د هغه خبرداري په منځ کې په ابتدايي ښوونځيو کې د انګریزۍ ژبې په زدهکړو د بندېز لګولو ږغ کړی چې وايي، دغه ژبه د ” لوېدیځ کلتورې یرغل“ ته لار هواروي.

د لوړو زدهکړو شورا مشر مهدي نوید ادم سرکاري ټیلي ویژن ته پرون ویلي، په سرکاري او غیرسرکاري پرایمري سکولونو کې انګریزي ښودل د قانون او اصولونو خلاف ده.

ایران چې سرکاري ژبه یې فارسي ده، اکثره یې په منځنیو ښوونځيو کې په انګریزي ژبه تعلیم ورکول کېږي خو ځینې داسې ابتدايي ښوونځي هم شته چې د انګریزۍ ژبي تعلیم ورکوي. تراوسه لا څرګنده نه ده چې دا بندېز عملي شوی دی او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG