د لاسرسي ځای

تازه خبر

'دا ځل د پاکستان په اړه د امریکا په رویه کې سختي لیدل کېږي'


د امريکا دفاع وزير جېمز مېټيس (کيڼ) اسلام اباد کې د پاکستاني بوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ډيسمبر ۲۰۱۷م پر مهال
د امريکا دفاع وزير جېمز مېټيس (کيڼ) اسلام اباد کې د پاکستاني بوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ډيسمبر ۲۰۱۷م پر مهال

پراګ - د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د انتظامیې له بیانونو وروسته پاکستاني چارواکو نه یوازې دغه تورونه رد کړي چې ګنې پاکستان وسلوالو ډلو ته پټڼ ځایونه ورکوي بلکې دا یې هم ویلي چې د امریکا لخوا د مرستو بندېدل به پر دوی دومره اغیز ونه کړي.

د پېښور پوهنتون ښوونکی او د نړیوالو اړیکو څېړونکی ډاکټر سرفراز خان وایي که څه هم دغه مرسته کمه ده چې امریکا یي پر پاکستان بندوي خو دا وار د امریکا په رویه کې سختي لیدل کېږي ((زموږ په وطن کې هم بمي چاودنې کېږي پر ارمي پبلک سکول، چارسده پوهنتون، د زراعت پر څیړنیز مرکز دا ټول بریدونه څرګندوي چې ترهګر په پاکستان کې شته، بیا ترهګرې ډلې د هیڅ یو چا په ګټه نه دي، امریکا په افغانستان کې پوځ لري او دا امکان شته چې پر ځینو نورو لارو غور وکړي ځکه چې امریکایي عسکر په افغانستان کې له وسلوالو سره په جنګ دي))

زياتره پاليسي ايسټبليشمنټ جوړوي خو د مرستو بندېدو زور به د پاکستان ولسي حکومت ته رسېږي

د دفاعي چارو کارپوه بریګېډیر سعد بیا وایي د امریکایي مرستو بندېدلو سره به د پاکستان پر اقتصاد زیات اغیز وشي ((د دې زور به د پاکستان ولسي حکومت ته رسیږي ځکه چې کله اقتصاد خراب شي نو ولس به د حکومتي مشرانو نه پوښتنه کوي، خو د پالیسیو په جوړولو کې زیات لاس د پاکستان ايسټبليشمنټ لري نو ځکه دوی ډېرو خبرو ته پام نه کوي او د خپلې خوښې کار کوي.))

اخوا د پاکستان حکومتي مشران وایي پر پاکستان د امریکا لخوا د پوځي امداد بندېدل د دوی لپاره لویه مسله نه ده، خو باید نړیوال پر دې خبر شي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد نړیواله مبارزه کې په لومړي صف کې ولاړ دی او ډېر تاوانونه یي کړي دي.

امریکا د افغانستان په جګړه کې پاکستان له پامه نه شي غورځولی، که دغه جنګ امریکا ونه ګاټه نو د خپلو پالیسیو له وجې یې نه دی ګټلی

د پاکستان یو سنېټر شبلې فراز وایي د امریکایي ولسمشر او د هغه د انتظامیي له بیانونو سره د ترهګرۍ خلاف مبارزه باندې منفې اثرات کېدلی شي. ((امریکا د افغانستان په جګړه کې پاکستان له پامه نه شي غورځولی، که دغه جنګ امریکا ونه ګټاټه نو د خپلو پالیسیو له وجې یې نه دی ګټلی. امریکا په سیمه کې هند ته زیات اهمیت ورکوي او په داسې کې به بیا پاکستان خپل قامي ګټو ته ګوري، او د دې لپاره خو به بیا پاکستان هر څه کوي، ځکه موږ نه غواړو هند په دې سیمه کې د ناامنۍ په پېښو کې دپاکستان ګټو ته څه نقصان ورسوي، او دا خو بیا له پاکستان سره په نورو معنو کې دښمني شوه )

د دفاعي چارو یو بل کارپوه حسن عسکري بیا وایي باید امریکا پاکستان او افغانستان پر یو بل د تورونو پر ځای کینې او دا معلومه کړي چې زیات کار چرته کول دي (( د دې دوه طريقې دي، لومړی دا چې د افغانستان د مسلې په اړه مشران بیان بازي بنده کړي، د افغانستان او پاکستان امنیتي مشران دې کیني، پر پوله دې څار زیات کړي، د پاکستان چېک پوسټونه خو شته، اخوا دې امریکا او یا افغان عسکر دغه کار وکړي، دا مسله په تورونو لګولو نه هواریږي، د پاکستان نه هم وسلوال اخوا اوړي او د افغانستان نه هم راځي نو پر یو بل د تورونو لګولو پر ځای دې پر پوله امنیت زیات کړي. ))

بلخوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار. مېکماسټر ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ چلند نهیلی کړی دی. او زیاتوي اسلام اباد ته په سپینه وايي چې په ترهګرو ډلو کې دې توپیر نه کوي او د افغانستان په ثبات کې دې ورسره ګډ کار وکړي ځکه دا یې په ګټه ده.

XS
SM
MD
LG