د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی پارلېمان پر مظاهرو غونډه کوي


د ایران پارلېمان په هغه هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو پر موضوع د خبرو لپاره د اتوار پر ورځ ځانګړی غونډه کوي.

په ايران کې له يوې اوونۍ زياتې مودې راهيسې حکومت ضد مظاهرې راونې دي. ا غونډه د اصلاح غوښتونکيو ډلو لخوا وربلل شوې چې هدف يې د ايران د ناامنيو پېښو د لاملونو جاج اخيستل دي. د ايران نيمه سرکاري خبري اژانس اېسنا ویلي، ټاکل شوې د بندو دروازو تر شا د ايران د پارلېمان په غونډه کې د هغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، د استخباراتي ادارې او همداراز د امنیت شورا مشران ګډون وکړي. بلخوا په زرګونه ایرانیانو د خالي پر ورځ د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د حکومت په ملاتړ مظاهرې وکړې. په ايران کې حکومت ضد مظاهرې د پلازمینې تهران په شمول په لږ تر لږه نهو ښارونو کې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG