د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخې لوبه کوي"


پراګ - سپينې ماڼۍ ويلي، غواړي پاکستان د ترهګرۍ ضد په جګړه کې نور اقدامات وکړي او داسې ښکاري چې واشنګټن به پر اسلام اباد د فشار راوړلو لپاره په راتلونکو دوو ورځو کې ځانګړي اقدامات اعلان کړي.

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز د سېشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل: ((زموږ مقصد دا دی چې موږ پوهېږو چې پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره نور اقدامات کولی شي او موږ غواړو چې هغوی يې وکړي.))

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ويلي، پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخې لوبه کړې او د امریکا نوې ادارې ته دا لوبه د منلو نه ده، ځکه یې دې هېواد ته د مرستو ورکول ځنډولي.

نيکي هېلي د سېشنبې پر ورځ په نیویارک کې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل،پاکستان له یوې خوا له موږ سره کار کوي خو له بلې خوا یې هغه ترهګرو ته خوندي ځالې برابرې کړي چې په افغانستان کې زموږ پر سرتېرو بریدونو کوي.

((د امریکا حکومت پاکستان ته د ۲۵۵ میلونو ډالرو مرستې ورکول ځنډوي. د دې لپاره روښانه دلیل موجود دی. پاکستان له کلونو راهېسې دوه ګونې لوبه کړې. دوی زموږ سره کار کوي خو په عین حال کې یې هغه ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې زموږ پر ځواکونو بریدونه کوي.))

له دې وړاندې د پاکستان د قامي سلامتيا کمېټې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر بيان ژوره ناهيلي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې امريکا د پاکستان قربانۍ له پامه غورځوي.

د سېشنبې پر ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې له یوې بیړنۍ غونډې وروسته په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې امريکا دې په افغانستان کې د مشترکې ماتې مسولیت پر پاکستان نه اچوي.

بيان زياتوي چې د اتحاديانو ملامتول په افغانستان او سيمه کې د پايدارې سولې هدف ته په رسېدو کې مرسته نه کوي.

کمېټۍ ويلي چې پاکستان نن هم په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو هڅو بشپړه ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸م کال په خپل لومړي ټویټ کې لیکلي و چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ اربه ډالر ورکړي خو هغوی په ځواب کې هیڅ نه دي کړي بلکې دروغ يي ويلي او دوکه يې ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG