د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام علي: امریکا دې د ایران کورنیو چارو کې لاس نه وهي


په ملګرو ملتونو کې د تهران سفیر له هغه وروسته پر امریکا د ایران په کورنیو چارو کې د مداخلت کولو تور لګولی دی چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایرانیو حکومت ضد مظاهرچیانو ته د ملاتړ ورکولو وړاندېز کړی.

د ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر غلام علي خوش رو د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته د چارشنبې پر ورځ په یوه لیک کې وویل چې د امریکا حکومت د ایراني حکومت ضد مظاهرچیانو ته د ملاتړ د وړاندېز په ترڅ کې د ایران په کورنیو معاملو کې مداخله زیاته کړې ده.

خوش رو تور پورې کړ چې امریکا د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه کړې ده او له نورو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې د واشنګټن د بیانونو غندنه وکړي.

دغه لیک تر هغه وروسته خپور شو کله چې ولسمشر ټرمپ له ایرانیو وګړیو سره د خپل حکومت په بیا ترلاسه کولو کې د مرستې ژمنه وکړه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG