د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال وژنې پېښه کې تورن یو بل زده کوونکی ونیول شو


د خیبر پښتونخوا د مردان پوليس وايي چې د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان په وژنه کې تورن يو بل کس ېې ګرفتاره کړی دی چې ورسره له کېس سره په تړاو د تورنو نیول شویو کسانو شمېر ۵۸ ته رسېدلی دی.

د مردان هیډ کوارټر ډي ایس پي اختراط خان د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې نیول شوی تن اظهار الله نومېږي.

پولیس وايي چې په کېس کې ۶۱ کسان تورن دي چې درې پکې لا هم نه دې نیول شوي.

مشال خان د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم څانګې زده کونکې وو چې تېر کال د اپرېل په ۱۳مه بلوه ګرو کسانو دمذهب د سپکاوي په تور ووژلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG