د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: ټاکنو کې مداخله بنده کړئ ګنې ولس خبروم


د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف د راتلونکیو ټولټاکنو په اړه ویلي که تر پردې شا ته لاسوهنې و نه درول شو نو ولس ته به ټول ثبوتونه په ډاګه کړي.

نن مازیګر په پنجاب هاوس اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د پخواني وزیراعظم او د واکمن مسلم لیګ ن مشر نوازشریف وینا وه چې دا د ټولټاکنو کال دی او پاکستانی ولس به خپل استازي انتخابوي.

ده وویل چې یو وارې بیا په فرسوده اصولونو کار روان دی باید چې جمهوریت ته وده ورکړل شي.

د پخواني وزیراعظم وینا وه چې نن بیا د یوه نازولي لپاره لار هوارېږي.

''زه دلته دا هم ویل غواړم، که تر پردې شا ته کاروایانې و نه درېدلې نو زه به دلته په اسلام اباد کې د قام مخې ته ټول ثبوتونه او شواهد ږدم، د تېرو څلورو کالونو کیسه به هم ورته اوروم او دا به هم ورته وایم چې دلته څه څه شوي ول، زه به دا هم وایم چې اوس څه کېږي او څنګه په انتخابي عمل خپلې مرضۍ تپل کېږي. ''

اړوند راپورونه

نواز شریف: د دوه مخیزې پالیسۍ خلاف راوتلی یم

نواز شریف: د انصاف بحالولو لپاره راوتلي یو

نواز شریف: پاکستان کې به جمهوریت او د آیین واکمني باوري کوو

ښاغلي شریف د امریکا د ولسمشر بیان غېر سنجیده او د افسوس وړ ګرځولی دی.

ده وویل چې د ۹/۱۱ پس تر ټولو زیات ځاني او مالي زیان پاکستان اوچت کړی دی.

''د پوځي مرستو په لړ کې چې کوم فنډ راکړل شوی دینو هغې ته د امداد یا د خېرات نوم نه دې ورکول پکار او موږ ته د داسې فنډ حاجت هم نه شته. ما ته باور دې که دلته په کال ۲۰۰۱ کې د امریت په ځایې جمهوري حکومت و نو کله به یې هم خپل خدمتونه نه خرڅول او نه به یې د خپلواکۍ سودا کوله. زه وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته دا ویل غواړم چې یو داسي حکمتعملي جوړه کړي چې د امریکې د امداد حاجت پاته نه شي او زموږ په عزت نفس داسي حملې و نه کړل شي.''

پخواني وزیراعظم نوازشریف وینا وه چې درې وارې وزیراعظم پاته شوی او د یو مخلصه ولسي وګړي په توګه دا ویل غواړم چې له پوره اخلاص سره د خپل کردار، عمل او د خپل کور خبر اخېستل پکار دی او فکر پکار دی چې ولې نړۍ موږ ته زموږ د قربانیو باوجود داسې ګوري.

ښاغلي نواز شریف وویل چې زما مشورې نه یواځې له پامه اېستل شوې بلکې کله ورته د ډان لیکس او کله د څه نوم ورکولو سره زما په نیت سوالونه پورته کړل شول.

XS
SM
MD
LG