د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د دوه مخیزې پالیسۍ خلاف راوتلی یم


د پاکستان واکمن مسلم ليګ نمشر او پخواني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف ویلي دي چې د دوی کمپاين د عدليې پرضد نه بلکې د انصاف بحالۍ لپاره دی.

په لاهور کې د نهې په ورځ د ګوند سوشل ميډيا کنونشن ته په وينا کې نوموړي تور پورې کړ چې مسلم ليګ ن د پوځي واکمن پروېز مشرف پرضد د ايين ماتولو مقدمه درج کړې وه چې په غبرګون کې يې دی د وزيراعظمۍ له چوکۍ ليرې کړی شو.

د نواز شريف وينا وه چې د مشرف کېس فيصله لا تر دې دمه نه ده شوې.

''هغه مقدمه په عدالت کې روانه ده. خو د هغې مقدمې فيصله يې نه ده کړې. د نوازشريف فيصله خو يې په مياشتو کې نه بلکې په څو اونيو کې وکړه. خو د مشرف فيصله نه ده شوې او اوس به فيصله کېږي.''

نواز شريف زياته کړه چې عدالتونو د پوځي واکمنانو غیر اييني اقداماتو ته قانوني تحفظ ورکړی وو.

په پانامه فیصلې تنقيد کولو پر وخت نواز شريف وویل چې د هغه فېصلې پس په ملک کې د ترقۍکارونه په ټپ ولاړ دي او د پاکستتان معيشت ته زيان رسېدلی دی.

د نواز شريف وینا وه چې هغه خپلې ټولې اثاثې ښکاره کړې دي خو له خپله زویه نه اخېستونکې تنخوا د هغه شتمني یا اثاثه وګرځول شوه.

نوازشريف: د هر چا لپاره به د قانون یوه سیکه چلېږي

نوموړي وویل، د عدالت فیصله به یې هله منلې وی چې پر هغه د درغليو يو هم تور ثابت شوی وی خو په هغه د لس روپیو کرپشن هم نه دی ثابت کړل شوی او د نااهله کولو لپاره يې يو سازش شوی دی.

''د عمران خان په اړه خو دا وايي چې پنځه کاله ورستو به نه ځئ. يواځې د پنځو کالو حساب کتاب به يې کوئ خو زما په کېس کې یې د تېرو پنځوسو کالو ريکارډ راواېستلو. خو زه به دا معامله داسې نه پرېږدم، دوه مخيزه پاليسۍ به نه چلېږي او نه به دا ناانصافي کېږي، زه په يو خيالي تنخوا نه اخېستو لیرې کړې شوم خو يو تن چې خپل جرم مني د هغه باوجود یې عدالت خوشې کوي.''

نوموړي زياته کړه چې دا د هغه د نااهلۍ مسله نه ده بلکې دا د قانون او ایين د نااهلۍ مسله ده او د دې فیصله به ولس کوي او هيله ده چې ولس به د انصاف فیصله کوي او په راتلونکې ۲۰۱۸ ز کال انتخاباتو کې به د پاکستان مسلم ليګ (ن) په حق کې ووټ اچوي.

نواز شريف زياته کړه چې په پاکستان کې داسې فیصلې کېږي چېرته چې د ځينو خلکو آف شور کمپنۍ حرامې او د ځينو حلالې ګرځول کېږي۔ د يوې کورنۍ پر ضد جي ای ټي جوړېږي او په دې کې ککړ د نورو کسان خلاف هېڅ کاروايي نه کېږي دلته دوه مخيزه پاليسي روانه ده۔

XS
SM
MD
LG